دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 135471
۸۰سلنه هندي زړې کلدارې له نویو بانکوټونو سره بدلې شوې دي
د شهزاده سرای صرافان پر مرکزي بانک له نیوکې سره وايي چې دې بانک په هېواد کې د هندي کلدارو د بدلون لپاره کوم اقدام ونه کړ او دوی په خپله اړ شول دا کلدارې بدلې کړي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی: په افغانستان کې ۸۰ سلنه د هندي کلدارو زاړه زرګون او پنځه‎سویز بانکنوټونه په هېواد کې د هندي صرافانو په مرسته په نویو بانکنوټونو بدلې شوې دي.
د شهزاده سرای صرافان پر مرکزي بانک له نیوکې سره وايي چې په هېواد کې کابو ۶۰ میلیونه هندۍ کلداري په چلند کې وې چې دې بانک یې د بدلون لپاره کوم اقدام ونه کړ او دوی په خپله اړ شول ترڅو دا کار وکړي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند، حاجي زیرک څرګندوي:«زموږ هندو ورڼه چې په خوست کې ژوند کوي راغلل او ټولې هندۍ کلدارې یې چې د افغانستان په بازارونو په ځانګړې توګه په شهزاده سرای کې وې ټولې او هند ته یې ولېږدولې.»
په همدې حال کې د سوداګریو او صنایعو خونې مرکزي بانک په ناغېرۍ تورنوي او وايي چې دا بانک له هېواد څخه بهر د پیسو په برخه کې د خلکو ستونزې نه هواروي. دوی زیاتوي چې دې بانک په تېرو میاشتو کې د هندي کلدارو بدلون په موخه هېڅ کار نه دی کړی.
د یادو خونو ویاند، صیام پسرلی زیاتوي:«د مرکزي بانک دنده همدا ده چې د هېواد پولي سیاست جوړ کړي، تعقیب یې کړې او ویې څېړي او اړینې تاوبیاوې ونیسي. د دوی دنده همدا وه چې باید له هندوستان سره یې خبرې کړې وی او دا ستونزه یې هواره کړې وی، له بده مرغه هېڅ کار یې ونه کړ.»
دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک مخکې له دې اعلان کړی دا چې د هندي بانکنوټونو بدلون په برخه کې مکلفیت نلري.
هند څه موده مخکې خپل زرګون او پنځه‎سویز بانکنوټونه ناچله اعلان کړل.
https://avapress.com/vdcgun9qqak9wt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته