دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 135524
په هېواد کې د زعفرانو کرکېله د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیې
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د کرنې وزارت شمېرې ښيي چې سږنی کال د افغانستان بزګرو شپږ میتریک ټنه زغفران تر لاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تیرکال دغه حاصلات درې نیم متریک ټنه وو سږنی کال د زعفرانو کرکیله له زرو هکتارو څخه ۲۸۰۰ هکتاره ځمکې ته لوړه شوی چې دا د تېر کال په پرتله ۲۵۰هکټاره زیاتوالی ښیې.
د کرنې وزارت شمېرې ښيي چې سږنی کال د افغانستان بزګرو شپږ میتریک ټنه زغفران تر لاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تیرکال دغه حاصلات درې نیم متریک ټنه وو. د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه لوړوالي لاملونه بیانول وویل چې د دغه زیاتوالي ستر لامل د افغانستان د حکومت هغه رغنده تګلارې دي چې له امله یې د زعفرانو د کرونکو بزګرانو سره مالي مرستې او ملاتړ زیات شویدی.
ده وویل:"د افغانستان د زعفرانو په اخیستلو کې د عربي هېوادونو د لیوالتیا راماتول، او د چین او افغانستان تر منځ د زعفرانو د خرڅلاو هغه هوکړه لیک ته اشاره وکړه چې د سږکال په لومړیو کې لاسلیک شوی و."
ښاغلي ضمیر وویل د کرنې وزارت په پام کې لري چې د زعفرانو د وچولو لپاره یو شمېر ماشینونه هم د دې برخې د پانګه والو په واک کې ورکړي چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
هغه وویل:« بد دغو ماشینونو په ویشلو سره به د افغانستان زغفران په چټکۍ سره نړیوالو ته ورسول شي.» د کرنې وزیر په ډاګه کړه چې اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱هغو کې زعفران کرل کیږي
. په افغانستان کې د زعفرانو کرکیلې داسې مهال پراختیا موندلې چې تیر کال یې د نړۍ د ۳۰۰ ډوله زغفرانو په منځ کې د غوره زغفرانو مقام د دریم ځل لپاره د نړیوال انستیتوت له خوا په بروکسل کې خپل کړ.
https://avapress.com/vdcf0tdyjw6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته