دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 139190
د داوود خان پر روغتون باندی د برید ځینی سرنخونه لاسته راغلی دی
د اجرایی رئیس ویاند په یو خبری کنفرانس کی وویل چی د داوود خان پر روغتون باندی انتحاری او تروریستی برید څخه ځینی سرنخونه او یا معلومات لاسته راغلی دی چی د څیړنو د پوره کیدو وروسته به د خلګو سره شریک سی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) د خبرګزاری له مخی مجیب الرحمن رحیمی د اجرایی ریاست ویاند د پنجشنبی په ورځ ( حوت ۱۹)، رسنیو سره خبری ناسته کی، د سردار داوود خان پر روغتون باندی تروریستی برید وغنده او وویل چی داسی بریدونه د تروریستانو د ناتوانۍ څخه دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو سره نه سی مخامخیدلای.
اجرایی ریاست ویاند، د امنیتی ځواکونو عملکردونه د انتحاری کوونکو په وړاندی وستایله او د ملی وحدت حکومت رهبری حضور او بالخصوص د هیواد اجرایی رییس د امنیتی ځواکونو ترڅنګ د مسلح قواوو سره د رهبری هم دلی نماد وبلل.
هغه همدارنګه د ملی وحدت حکومت د رهبریت د جدیت څخه ددی برید عاملینو په وړاندی هم خبری وکړ او هغه دا چی ځینی سرنخونه په دی برخه کی لاسته راغلی دی چی د څیړنو د پوره کیدو وروسته د افغانستان خلګو سره به شریک سی.
که څه هم د هغه په وینا، مخکی دداسی بریدونو ریشه پاکستان ته رسیدلی دی.
ښاغلی رحیمی همدارنګه د پاکستان څخه د تروریزم د ملاتړ کولو په خاطر نیوکه وکړه او وویل: متاسفانه دا هیواد، په دی سره چی د جامعه جهانی تر فشار لاندی قرار لری تر اوسه د افغانستان غوښتنو ته د تروریزم ملاتړ ته خاتمه ورکولو لپاره، مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د اجرایی ریاست ویاند په وینا، د مرزونو تړل او افغان پناه وړونکو بندی فشار د حل لاره نه دی، بلکه ښه خبره دی چی د تروریستی ډلو د ملاتړ څخه لاس واخیستل سی.
ځکه چی هغه کسان چی تروریستان تربیت کړی، درانده تاوان هم ورکړی.
دکتور رحیمی په همدی حال کی او امنیتی مخکنۍ نهادونو مسوولینو عکس العمل څخه په نیوکی سره د چهار شنبی انتحاری برید ته مربوط تصریح کړ چی د ښاغلی کرزی د وخت برخلاف چی تروریستان ناراضی وړونه بلل کیدل او ملګری او دشمن د یو بل څخه توپیر نه کیدله؛ نن شکاره تعریف د دشمن او ملګری څخه شتون لری او امنیتی ځواکونه کامل صلاحیت لری چی هر ځای یی دشمن ولیدله له منځه یی یوسی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چی د امنیتی مسوولینو استعفا، په هیواد کی د اوسنۍ وضعیت د حل لاره نه دی، بکله همغه څه دی چی دشمن غواړی.
اجرایی ریاست ویاند، په داسی حال کی چی انتحاری بریدونه د لویو چالشونو څخه په افغانستان کی وبلل تصریح کړ چی ددی بریدونو مهار،د نړۍ او منطقی هیوادونو په سطحه هم مشکل او سخت دی او دهغه سره، امنیتی نهاد مسوولین د جهانی جامعی سره په همکاری کی هڅه کوی تر څو په راتلونکی کی دداسی بریدونو څخه مخنیوی وسی.
https://avapress.com/vdci33azut1apz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته