دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 140913
د داعش تروریستی ډله د کابل نن ورځی انتحاری چاودنی مسؤولیت په غاړه اخیستی دی/۱۵ شهید او ټپیان د کابل په چاودنه کی
یو انتحاری کوونکی نن (چهارشنبه) د ۴:۰۵ ماسپښین په شاوخوا د چارو اداری مخته ځان ته چاودنه ورکړی دی چی د داخلی وزارت د ویاند په وینا په دی پیښه کی ۵ کسه شهید سوی او ۱۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
جنرال محمد رادمنش د ملی دفاع وزارت ویاند معاون د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو اترو کی وویل، دا برید یو انتحاری برید وو او د پولیس دوهمی حوزی او چارو اداری ریاست ددروازو په منځ کی ترسره سوی دی.
ښاغلی رادمنش د تلفاتو آمارو په اړه وویل چی تراوسه یو کس شهید او ۹ کسه نور ملکی کسان ټپیان سوی دی.
خو نجیب دانش د داخلی وزارت ویاند وویل چی په دی تروریستی برید کی ۵ کسه شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
په همدی حال بصیر مجاهد، د پولیس قوماندی ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کی وویل، قبول کړ چی د کابل ننۍ چاودنه د انتحاری کس په واسطه د عمومی سړک په ساحه په محمود خان پل کی ترسره سوی دی.
ښاغلی مجاهد زیاته کړه چی د انتحاری کوونکی مقصد په اړه او د وروستنیو تلفاتو په اړه به معلومات د رسنیو سره شریک کړی.
ویل کیږی چی د داعش تروریستی ډله د کابل ننۍ انتحاری برید مسؤولیت په غاړه اخیستۍ دی.
https://avapress.com/vdcdfz0fsyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته