دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 254453
داعش په کابل کې د هندوانو پر درمسال د برید مسولیت منلي
داعش ترهګرې ډلې پرون (شنبه، د جوزا ۲۸) د کابل ولایت په کارته پروان کې د هندوانو پر یوه درمسال د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیکانو پر یوه درمسال د برید په پایله کې د یوه سیک اتباع او د اسلامي امارت د یوه سرتیري په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.
 
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند رسنیو ته ویلي، بریدګر درمسال ته له ننوتو مخکې د لاسي بمونو په وسیله برید وکړ، بیا ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې دوه ساعته نښته وکړه.
 
په همدې حال کې په ډیلي کې د سیکانو د ګوډوارو د کمیټې مشر د هند پر حکومت غږ کړی چې د افغان سکانو د ټولنې پاتې غړي هیواد ته انتقال کړي.
 
دغې کمېټې په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید وغانده او د سیکانو د راتلونکي امنیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
 
https://avapress.com/vdciw5arpt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته