دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 141003
ولسي جرګه: د اچین حملې څېړلو لپاره دې پلاوی وټاکل شي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر ټينګار کوي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شوې حملې څېړلو لپاره باید د ملي شورا او حکومت ګډ پلاوی وټاکل شي.

د صدای افغان خبری آژانس، عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د دغې حملې په اړه باید هر اړخیزه څېړنه وشي:

«د دغې حملې د څېړلو لپاره باید د حکومت او ملي شورا ګډ پلاوی سیمې ته ورشي او د دغې حملې جانبي عوارض د دغې حملې اغیزې او کوم تلفات چې رامنځ ته شوي ټول وڅېړي.»

تردې وړاندې د افغانستان ملي شورا ویلي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پناهځايونو د تر ټولو لوى غير اټمي بم کارونه، د دې ډلې د ځپلو لپاره مناسب اقدام و.

په دې حملې کې د داعش ۹۴ جنګیالي وژل شوي دي.

https://avapress.com/vdce7z8zxjh8e7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته