دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 142054
سیاف روسیې ته: خپل سر بیا له ډبرې سره مه جنګوه

پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات شورا رئيس عبدالرب رسول سیاف وايي، د افغانستان هغه ګاونډي هیوادونه چې د دغه هیواد له 'دښمنانو' څخه ملاتړ کوي باید پوه شي، چې یوه ورځ به شل برابره زیان وګالي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي سیاف د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ثور د اتمې نیټې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال، د افغانستان هغو ګاونډیو هیوادونو ته چې له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په چارو کې د هغوی مداخلې به بدې پایلې ولري.

هغه وویل "ټولو ګاونډیو ته په ځانګړې توګه شمالي ګاونډي ته یو پيغام لرم، هماغه یو ځل دې بس دی، چې سر دې له تیګې سره وجنګوه او سر ماتې او په وینو لت پت له دې ځای څخه ووتې، هماغه دې بس دي. پرته له هغې هم په افغانستان کې داسې کورنۍ نشته چې ته به یې قرضداره و نه اوسې، خپل ځان په زوره د خپلو قرضدارانو لاسونو ته مه ورکوه."

ښاغلي سیاف له تروریستي ډلو څخه د ملاتړ پالیسي د سیمې او په ځانګړې توګه د ملاتړو هیوادونو په زیان وبلله.

د حراست او ثبات شورا رئيس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو روسیه له وسله‌والو طالبانو څخه په پوځي ملاتړ تورنه کړې، خو په مسکو او کابل کې روسي چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

ښاغلي سیاف دغه راز وویل، سره له دې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې زیات مالي او ځاني زیانونه ګاللي، خو نه افغانستان سولې ته رسیدلی او نه هم نړیوالې ټولنې خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی دی.

هغه نړیوالې ټولنې ته په خطاب وویل "دا جګړه تر کله، دوه لارې لري، یا باید هغه فشار چې د سولې د راوستلو لپاره لازمه ده، هماغه فشار دې راوړي، چې نور دا ملت د ټوپک غږ وانه وري او د سولې طرف ته لاړ شي او یا دا ده چې دغه ملت سم په وسلو سمبال کړي او سم تجهیز یې کړي، چې دا خبره د جګړې په ډګر کې یو طرفه کړي."

ښاغلي سیاف د ملي یووالي حکومت پر اوسني سیاست هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې یوه کوچنۍ ډله په یواځې د دغه هیواد چارې پر مخ وړلی نشي.

هغه د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې د مجاهدینو له انزوا لاس واخلي او په خپلې اوسنۍ تګلارې کې بدلون راوړي.

خو د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د افغانستان سیاسيتوالو ته په خطاب وویل، چې اوس د شخصي امتیازونو د غوښتنې وخت نه، بلکې د دغه هیواد د 'شان او تاریخي عظمت' د ساتلو وخت دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs5b8arhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته