په پلازمینې کابل کې امنیتي چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه په کابل ښار کې د یوې خونړي چاودنې مخنیوی کړی دی.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د کابل امنیه قومانداني چارواکي وایي، د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوه ماین د دولت ضد مخالفینو له خوا د چاودنې لپاره ځای پر ځای شوی وه.
چارواکي زیاتوي، چې وسله والو چاودیدونکې توکې د چای په یوه ترموز کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې د الفلاح روغتون مخې ته چاودنه ورکړی، چې د ۱۰۱ آسمائي زون امنیتي ځواکونه له چاودنې مخکې کشف او شنډ شو.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره اونی وویل، چې د یاد ریاست موظفینو په پلازمینې کابل کې د وسله والو طالبانو له خوا پلان شوي بریدونو مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست په وینا، د وسله والو طالبانو اړوند یوه وسله وال چې په پلازمینې کابل کې په ترهګریز بریدونو بوخت و د امنیتي ځواکونو په یوه هدفمند عملیات کې ووژل شو او دوه نور وسله وال ونیول شول.