دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۵۲
د مطلب کود : 150336
داعش د طالبانو جسدونوته په جوزجان کی اور واچاوه
د هیواد شمال څخه رارسیدلی ګزارشونو په اساس، د طالبانواو داعش دوه ډلو ترمنځ نښتی له امله د جوزجان قوش تیپه ولسوالی کی د دواړو لوروڅخه ۱۵ تنه وژل سوی اوڅلور تنه نور ټپیان سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، د طالبانو ۵ تنوجسدونه د داعش له لوری سوځول سوی دی.

په دی نښته کی د طالبانو ځینی صلاحوی او مهمات هم داعش لاس ته ورغلی دی.

سیمه ایز سرچینی وایی د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جمعی شپی جنګ ددی ولسوالی بیکسر وړ خانقاه کلۍ کی رامنځته سوی دی.

د طالبانو څخه ډیر کسان د چقمه چقور په اطرافو کی تجمع کړی دی او د داعش اوطالبانو ترمنځ نښتی په پری پری توګه روان دی.

د طالبانو ویاند په دی اړه بی اطلاعی او خبرتیا ښودنه کوی.

https://avapress.com/vdcdsz0f9yt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته