دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 151016
پر ننګرهار ولایت د پاکستاني پوځیانو تازه توپچي بریدونه

په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو پر نازیانو ولسوالی تازه توپچي بریدونه کړي دي.

د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ په منځ ناو او نختر ناو سيمو باندې تيره ورځ له يوولس بجو څخه د مازديګر تر څلور بجو پورې د ډيورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه ۲۸ د ډي سي توپ مرمۍ را توغول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه مرميو لګيدو له امله د اوښتو زيانونو په اړه تر دې دمه معلومات ندي ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی هم پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت پر نازیانو او اچین ولسوالیو توپچي بریدونه ترسره کړل خو کوم ځاني تلفات نه لرل.

پاکستاني چارواکي وایي، د ترهګرو ډلو اړوند وسله والو کله نا کله د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان پوځ تیره اونی وویل، چې د وسله والو په برید کې د خیبر پښتونخواه په خیبر ایجنسي سیمه کې د پاکستان پوځ یوه سرتیری ووژل شو او یو بل ټپي شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvvevmuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته