د راپورونو له مخې، د روسیې حکومت د استخباراتو اداره په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته هره میاشت کاب ۲،۵ میلیون ډالرې ورکوي ترڅو وسله وال طالبان وکلای شي د دغو پیسو په مرسته خپل فعالیتونه تمویل کړي.
د وسله والو طالبانو ځینې سرچینې د برطانیه ټایمز ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال تائید کړي، چې د روسیې حکومت یاد ډلې ته هره میاشت کابو ۲،۵ میلیون ډالر ورکوي او د دغو مرستو اصلي هدف د ناټو ځواکونو پر ضد د وسل وال طالبانو مالي تمویل دي.
د طالبانو چارواکو په وینا، دوی له روسیې څخه نقدي مرستې د یوه منظمه سوداګریز معاملې له لارې ترلاسه کوي، چې پکې عمدتاً د تیلو معاملې شامل دي.
طالب چارواکي وایي، د روسیې استخباراتو اداره هره میاشت د ازبکستان له لارې حیرتان ته تیل صادروي او وسله وال طالبان له دغه معاملې څخه د میلیونونو ډالرو په ارزښت ګټې ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څو میاشتې مخکې د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې سره د خبرو پر مهال د افغانستان په چارو کې د پاکستان، ایران او روسیې له خوا د لاسوهنو په اندییښنې ښودلې وه.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندې مرکز یوه غړي جنرال جوزف ووټل هم د امریکا کانګریس کې د خبرو پر مهال پر روسیې تور پورې کړی و چې له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.