دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 152199
له چابهار بندره افغانستان ته د هند مالونو صادارات رسماً پیل شول

د لومړی ځل لپاره هند د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۱،۱ میلیون ټنه غنم صادروي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د چابهار له لارې صادراتي چارې نن رسماً د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج له خوا پرانیستل شو او په پام کې ده چې د چابهار بندر له لارې د صاراتي توکو لومړی بار افغانستان ته صادر شي.

د هند او افغانستان ترمنځ د چابهار لارې د پرانیستلو په خاطر نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې یوه مراسم هم جوړه شوې وه چې په کې له دواړو خواوو څخه لوړپوړي چارواکي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ګډون برخه اخیستي وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د چابهار له لارې صادراتي چارې د ۱،۱ میلیون ټنه غنم له صادراتو سره پیلیږي چې له افغان خلکو سره د هند حکومت له ژمنو یوه برخه ده.

خبرپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې د غنمو شپږ نور بارونه د چابهار له لاري افغانستان ته صادر شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چابهار بندر پرانیستل به د هند، افغانستان، او ایران ترمنځ د سودراګریز یوه نوې فرصت رامنځته کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoiqso2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته