دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 152233
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ځان کاندیدولو په اړه د عطا محمد نور څرګندونې

د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ځان کاندیدولو په اړه غور کوي.
نوموړی تیره ورځ په بلخ ولایت کې د ترکيې د جمهوریت ورځ په مناست کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال یوځل د ملي یووالي حکومت پر مشرانو تند نیوکه وکړه.

ښاغلي نور د حکومت پر مشرانو تور پوری کړ چې دوی د امنیت په ټینګښت کې غفلت کوي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تلفاتو زیاتوالي د حکومت لپاره شرمونکی دی.

هغه زیاته کړه، چې د حکومت په ادارو کې فساد په پراخه کچه وجود لري او ټینګار وکړ چې د فساد د لمنځه وړلو په خاطر باید جدي اقدامات وشي.

د بلخ والي وایي، هغه دلچسپي نه لري چې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشری وکړی او زیاته کړه چې د حکومت له خوا ده ته د وزارت وړاندیز هم شوی و، خو ده رد کړی دی.

ښاغلي نور وایي، که چیرې په حکومت د برخه اخیستلو په اړه پریکړه وشي نو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي.

نومړی د روان امنیتي حالاتو په اړه وویل، چې د ولمسمشر د لومړی مرستیال د غیابت له امله طالبانو او داعشیانو په جوزجان کې خپل فعالیتونه ګړندی کړي او په کار ده چې جنرال عبدالرشید دوستم ژر هېواد ته راستون شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf5b8frhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته