په افغانستان د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق (یونیسیف) وایي د ایټالیا دولت په افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) د ختمولو او له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د تغذیی د ودې په موخه ۴.۳ میلیونه یورو مرسته وکړه.
د یونیسیف په یوه بیان کې لیکلي، چې له دې مرستې څخه به ۲.۵ میلیونه یورو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق (یونیسیف) او نړیوال روغتیایی سازمان یا WHO حساب ته چې دواړه د پولیو (ګوزڼ) لپاره په ملي بیړني عملي پلان کار کوي تر څو د دې ناروغي له خپریدو څخه په افغانستان کې مخنیوی وکړي، انتقال شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پاتي ۱.۸ میلیونه یورو به یي هم یونیسیف ته ورکړل شي چې په محرومو ولایتونو کې د میندو، پیغلو انجونو او له پنځو کلونو د کم عمره ماشومان د تغذیی له کیفیته څارنه او پوښښ ته یي پراختیا ورکړي.
د یونیسیف په وینا، د ایټالیا مرستي په هیواد کې دوه لومړیتوبونه په ګوته کوي: پولیو (ګوزڼ) او تغذیه. پولیو (ګوزڼ) یوه فوق العاده ساري ناروغي خو په عین حال کي د مخنیوي وړ ناروغي ده چې په دریو هیوادونو افغانستان، پاکستان او نایجریا کې د ځایي ناروغي په توګه پاتي کیږی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغی له منځه وړلو کې د پام وړ کار تر سره شوی دی او نږدې ده چې دا هیواد ددې ساري ناروغی خپریدو ته د پای ټکی کیږدي.