دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 154502
امریکا ته د پاکستان هوایي ځواکونو خبرداری

د پاکستان هوایي ځواک چارواکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان پر هوایي حریم تېري کوونکي له سخت غبرګون سره مخ شي.
 
د پاکستان د هوایي ځواکونو مشر مارشل سهیل امان په یوه مراسم کې د وینا پر مهال وویل چې د سرغړونې په صورت، که د دښمن الوتکه وي او یا هم د امریکا بې پیلوټه الوتکه، د پاکستان هوایي پوځ له غبرګون څخه مصون پاتې نه شي.
 
نوموړی زیاته کړه، چې د پاکستان هوایي پوځ امریکا ته خبرداری ورکړي چې د سرغړونې په صورت کې د هغوي الوتکې په نښه شي او له دې وړاندې پاکستاني ځواکونو د ایران بې پیلوټه الوتکه په نښه کړې ده.
 
خو مارشل امان وایي له امریکا متحده ایالاتو سره جنګ ناشونې ده او د پاکستان په ګټه نه وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته امریکا پوځ د ترهګرو پر وړاندې یو شمېر هوایي بریدونه د پاکستان په قبایلي سیمو او ډیورنډ کرښې ترسره کړي دي.
 
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي-آی-اي) مشر مایک پمپیو څو ورځې مخکې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ټینګار وکړ که چیرې د ترهګرو امن ځایونو پر خلاف د پاکستانیانو له خوا ګامونه پورته نه شي نو امریکا به د دغه کار د ترسره کولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx0qsi2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته