دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 155140
د نور او دوستم پر وړاندې د حکومت د دسیسو په اړه د نوې سیاسي ائتلاف ادعاوې

د افغانستان د ژغورنې تر نوم لاندې د سیاسي ائتلاف د عطا محمد نور په اړه د حکومت د وروستي پریکړې پر وړاندې تند غبرګون وښود.

دغه سیاسي ائتلاف د یو بیان په خپرولو سره پر اسني نظام او ولسمشر محمد اشرف تور پورې کړی چې له تیرې درېیو کلونو راهیسې د قدرت پر انحصار بوخت دي او د مهمو سیاسي څیرو د تجرید په لټه کې دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د حکومت د دغو دسیسو له امله د ولسمشر لومړی مرستیال له میاشتو راهیسې د هېوا په بهر ژوند کوي او د ورته اقداماتو له امله احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړای شو.

د افغانستان د ژغورنې ائتلاف خبرداری ورکوي چې د ښاغلي نور پر وړاندې د حکومت وروستي اقدام به د داعش او وسله والو طالبانو لپاره د بشپړ واک ترلاسه کولو لپاره زمینه برابرې کړي او د هېواد شمالي ولایتونه په خاصه توګه د بلخ امنیت له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

دغه سیاسي ائتلاف پر حکومت او سیاسي څیرو غږ کوي ترڅو د رامنځته شوې کړکیچ لپاره د مذاکراتو په وسیله د حل لاره پیدا کړي او له نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو وغوښت ترڅو د حکومت د یو اړخیزو اقداماتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbasb8grhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته