د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی متین د یکشنبه په ورځ په یو خبری ناسته کې وویل: که ولایاتو اختصاص سوی بودجه مستقیمآ ولایتونو مراکزو ته ولیږدول سی او پروژو قراردادونه هم د والیانو له لوری امضا او نظارت سی، ښه به کار وسی او پروژی به هم عملی سی؛ ځکه د هغه په وینا، والیان د وزارتخانو څخه د ولایتونو په لومړیتوبونو به ښه پوهیږی او سیمه ایز قراردادی شرکتونه هم ژیر پروژو قرارداد ته اقدام او په کار شروع کوی.
د غزنی والی په باور، وزیران او وزارتخانی هغه قراردادونه چی په کابل کې د ولایتونو لپاره په امضا رسوی( دا اقدامات ) د ولایتونو لمړۍ او اساسی اړتیاوو په اساس نه تنظیم کیږی، د همدی لپاره دی چی کافی بودجه په مصرف نه رسیږی او ځینی پروژی همداسی نیمه پاتیږی؛ لکه څنګه چی د څو کلونو څخه ۹ پروژی په غزنی کې د کابل له لوری په امضا رسیدلی دی، تراوسه نیمه کاره پاته دی.
ښاغلی متین دا خبرتیا هم ورکړه چی په راتلونکی کال کې به د جاغوری ولسوالیو سړکونو قیری اچونې او جوړولو کار شروع کیږی.
همدارنګه د هغه په وینا، د نوی ښار ماسترپلان په اساس د غزنی ښار پراختیا کار شروع سوی دی او د غزنی صنعتی ښارګوټۍ د پراختیا کار او فعالیت هم په راتلونکې کال کې به شروع سی.