دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 157275
کابل بریدونو په وړاندی د پاپ غبرګون
پاپ فرانسیس؛ د نړۍ کاتولیکانو مشر، په کابل کې طالبانو اخیرو بریدونو په وړاندی غبرګون ښودلی او هغه غندلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د آسوشیتدپرس څخه په نقل سره، د نړۍ کاتولیکانو مشر چی د نړۍ نظامی پیښو په وړاندی ډیر په ندرت سره نظر شکاره کوی، په کابل کې د طالبانو اخیرو بریدونو په وړاندی په غبرګون کې وویل: تر کوم وخت پوری افغانستان باید داډول غیری انسانی تاوتریخوالی وزغمی؟ پاپ فرانسیس، د دلو په ۸ د سنت پیتر ښار په خبرو کې، د کابل مرګونۍ برید چی پکښی د ۱۰۰ تنو څخه ډیر ووژل شو او همدارنګه د اینترکانتیننتال هوټل مرګونۍ برید وغنده. هغه خپل خبرو په ادامه کې وویل: ترڅو به افغانستان خلګ دا ډول غیری انسانی تاوتریخوالۍ سره مخامخ وی؟ پاپ فرانسیس همدارنګه مسیحیانو پوری اړوند یو معنوی مراسمو کې، د کابل بریدونو قربانیانو په احترام یو څه شیبه چوپتیا غوره کړه.
https://avapress.com/vdccmmqsp2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته