دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۵
د مطلب کود : 159406
د ارزګان ولایت کي ۱۵ تنه وسله وال وژل شوی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرګندوی، چې افغان امنیتی ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو ځپلو او امنیت تامین لپاره پوځي عملیات کړي دي

د افغان غږ(افغان غږخبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفا ع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په بریدونو کې د چې د هېواد بېلابیلو سیمو کې یې کړي دي کابو ۴۲ تنه طالبانو او داعشیانو وسله‎وال وژل شوي دي.
سرچینو زیاتوی، چې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې چې د هلمند ولایت په ګرشک، نادعلي، ګرمسیر ولسوالیو کې ترسره شوي، ۷ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
یاد وزارت وایی، په بیلو پوځي عملیاتو کې چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې ۱۵ وسله‎وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او یو شمېر مهمات د نقلیه وسایطو سره له منځه تلي دي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۲۰ داعش وسله‎وال وژل شوي او وسلې یې هم له منځه تلي دي.
خو د دولت مخالفانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcawon6i49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته