دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 160601
کابل کې د پرلت کېږدی ته څېرمه د چاودنې په اړه د حامد کرزي غبرګون
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پلازمېنه کابل ښار کې حضوري چمن سيمه کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو د حق غوښتنې په ملاتړ د راپورته شویو کسانو د پرلت کېږدۍ تر څنګ د چاودنې به اړه غبرګون وښود.
د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د پښتون ژغورنې (تحصن) باندې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پخواني جمهور رئیس دغه برید چې زموږ د یو شمیر هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوی د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار او د مظلوم ولس د عدالت غوښتنې د غږ غلي کول گڼي. همدارنگه پر عام ولس دغه برید د ټولو انسانی او اسلامی ارزښتونو خلاف عمل بولي.
پیښه د شنبې په ماښام رامنځته شوه او په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او کابو ۱۳ نور ټپيان دي.
د کابل د امنیت قومانداني ویاند بصیر مجاهد په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي په دغه چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyyevvuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته