په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن وايي څلور میاشتې وړاندې طالب مشرانو د پاکستان په کویټې ښار کې غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې لدې وروسته به په افغانستان کې ښارونه او ولسوالۍ نه نیسي. نلکسن ویلي طالبانو په افغانستان کې د خپل شتون د ښودلو لپاره د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو پریکړه کړې ده.