دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 160971
حکومت خپلې خوښې ټاکنې غواړي ترسره کړي
د ولسی جرګې ځینې غړي دا ادعا کوی چی حکومت غواړی خپلې خوښې وړ ټاکڼې ترسره کړي.
 
ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین د ټاکنو څرنګوالی لپاره استجواب کړي وو؛ خو د دې بنسټ مسوولین ولسي جرګې ته حاضر نشول. له همدې کبله ځینو وکیلانو پرې نیوکې وکړې.
دوی د ټاکنو کمیسیون خپلواکي د پوښتنې وړ بولي او وایي، چې پرېکړې یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وروستۍ کیږي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه نه دی توانیدلی، چې خپله خپلواکي وساتي.
همایون همایون د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي: ولسمشرې کړۍ ته نږدې کسانو په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ډلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې؛ په ټاکنو کې پرته له څو کسانو، چې د دوی خپل دي، نور څوک راتلونکي پارلمان ته لار پیدا نکړي. په دې توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران نور مونږ ته د منلو وړ ندي.
په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی مخدوم عبدال الله محمدي هم وایي: ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې، چې د ولسي جرګې له برحاله استازیو څخه دې له ۲۵ ډېر کسان دې جرګې ته لار نه پیداکوي.
د نوموړي په وینا؛ دا د حکومت ښکاره لاسوهنه ښیي.  
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره ظرفیت او ژمنه نه لري او دې چارې په هېواد کې اندېښنې ډېرې کړې دي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، چې جرګې ته د ټاکنو کمیسیون د مسوولینو نه ورتلل د اساسي قانون خلاف عمل دی او ټینګار کوي، چې کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو ظرفیت او اراده نه لري.
د ولسي جرګې غړي ناامنیو ته په نغوته(اشاره) کې وایي، د هېواد سمه نیمایي خاوره د وسلوالو مخالفینو تر څارنې لاندې ده او له دې کبله لیرې بريښې، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې، عادلانه او هر اړخیزې تر سره شي.
https://avapress.com/vdcjayevvuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته