دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 161341
د طالبانو څلور ډلمشران په ننګرهار کې وژل شوي
د افغانستان ملی امنیت موظفینو د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت بټی کوټ ولسوالی مربوطه سیمو کې د طالبانو څلور تنه لوړپوړي ډلمشران وژل شوي دی.
 
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي په سیمه کې تېره ورځ د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو څلورو مشهورو سرګروپانو وژل کېدو، يو سرګروپ او درې غړو ټپي کېدو ترڅنګ پنځه نور ژوندي ونيول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په وژل شويو سرګروپانو کې توردلی مشهور په ملا تور، پاچا، محمد شفيق مشهور په سنګر، مسکين او په ټپیانو کې يو سرګروپ او درې نور طالب وسله وال شامل دي.
د ولایت مقام په وینا، همد راز پنځه وسله وال طالبان شاکر الله مشهور په قاري شاکر، سنګر کوچی، رحمن الله، عوض خان او بلال ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې دغه راز په سيمه کې دوه تنه نور وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
طالبان تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcba8b88rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته