دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 166835
ننګرهار کې افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ۷ غړۍ وژل شوي
په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي د روانو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۷ غړي په بټي کوټ ولسوالی کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ولي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۷ جنګي طالبان ووژل شول،چې د درې تنو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي او همدا راز یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو د قاري ساجد د ډلې غړی بشیر احمد تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې له دوو مبایلونو،دوه عدده پاکستاني سیم کارټونو، په پاکستان کې د کډوالۍ له کارت او یو شمیر نورو توکو سره یو ځای ونیول شول .
په همدې حال کې د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د جنګي طالبانو سره د اړیکو په تور د اشرف،انور او سمندر په نومونو درې تنه د سیمه ییزو پولیسو په همکارۍ نیول شوي،چې له ټولو نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcexp8znjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته