دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۹
د مطلب کود : 162170
په ننګرهار کې طالب وسله والو ته مرګژوبله
ننګرهار ولایت کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالب وسله والو یو ډلمشر او دری تنه نور وژل شوي دی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو قومندان عبدالله مشهور په مظلوميار په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو په زياته اندازه مهمات، چاوديدونکی توکي او درې موټر سايکلونه لمنځه وړل شوي او همدا راز درې ميله کلاشنکوفونه امنيتي مسئولینو ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د ولایتمقام په وینا، دغه راز شپږ تنه تر شک لاندې نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او نور ترهګرو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري.
 
https://avapress.com/vdccmiqsx2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته