دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 124443
په ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړې پراخي شوي دي
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي په خوږیاڼیو کې ددغو ډلو د وسله والو ترمنځ نښته کې د سیدګلاب په نوم د داعش ډلمشر وژل شوی او شپږ کسان یې طالبانو نیولي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت هغه سيمې چې د داعش وسله والو په واک کې دي، د طالبانو سره په کې جګړې زیاتي شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه جګړو وروسته له هغه زور اخیستی، چې کله داعش وسله والو د ننګرهار ولایت هغو سيمو ته مخه کړه، چې د طالب وسله والو فعالیتونو کچه لوړه ده.
اوس د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه د ننګرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ ته هم وغځیده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي په خوږیاڼیو کې ددغو ډلو د وسله والو ترمنځ نښته کې د سیدګلاب په نوم د داعش ډلمشر وژل شوی او شپږ کسان یې طالبانو نیولي دي.  
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcdoo0fsyt0xo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته