د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې نن سهار نږدې ۷ بجې د راکټ د یوې نا چاودې مرمۍ د چاودنې له امله یوه مور او لور او یوه بله ماشومه نجلۍ په شهادت رسیدلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې د دوو نجونو په ګډون ۸ ماشومان ټپیان شوي هم دي .
د ولایت مقام په وینا، یاده مرمۍ چې تېره شپه په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې توغول شوې وه،خو چاودنه یې نه وه کړې،چې نن سهار پرې ماشومانو لوبې ترسره کول غوښتل،چې چاودنه یې کړې .
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د چاودنې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه را لیږدول شوي،چې د دوو تنو حالات یې هم نازک ښودل شوی دی .
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.