دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 163540
پاکستان یو امریکايي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو اجازه نه‌ده ورکړې
د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نه‎ده ورکړې چې له پاکستانه ووځي.
«د نیشن» او «ایکسپرس ټربیون» پاکستانیو ورځپاڼو د راپور پر بنسټ له دې یوه ورځ مخکې په اسلام‎اباد کې یوې محکمې اعلان وکړچې د اپریل په اوومه نېټه د هغې ترافیکې پېښې په اړه چې یو ۲۲ کلن موټر سایکل چلوونکی په‎کې ووژل شو، د دې امریکايي ډیپلوماټیک مصؤنیت صدق نه‎کوي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه‎دی اخېستل شوی ویلي، هغه امریکايي الوتکه چې له اسلام‎اباده د امریکا د نظامي اتشه جوزف امانوئل د ایستلو لپاره ورغلی و، بېرته ستنه شوې او نوموړي ته د وتلو اجازه نه‎ده ورکړل شوې.
دا امریکايي ډیپلوماټ تورن دی چې د اپریل په اوومه نېټه یې له یوې سرې اشارې څخه په تېرېدو یو موټر سایکل سپور وژلی دی.
په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت په‎دې اړه له تبصرې ډډه کړې او په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند هم د دې راپورونو تأیید یا تردید نه‎دی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8z7jh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته