دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 163589
علی شمخاني: افغانستان کې ترهګریزو ډلو تر شا امریکا لاس دی
ښاغلی علی شمخاني د ایران ملی امنیت سلاکار ادعا کړي چی ترهګریزو ډلو فعالیتونو تر شا د امریکا متحده ایالتونو لاس ښکېل دی.

نوموړی نن د افغانستان له دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي سره د کتنې پر مهال وویل، چې په سوریه او عراق کې تجربې ښیي چې په دواړو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د پالنې او د امنیو تر شا د امریکا متحده ایالتونو لاس ښکېل دی.
هغه زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت د ځینو عربي هېوادونو په مرسته په سوریه او عراق کې په ترهګریزو کړنو بوخت دي، ځکه عربي هېوادونه امریکا او ترهګرو ډلو ته مالي مرستې رسوي.
د ایران د ملي امنیت سلاکار دا ادعا هم وکړه، چې امریکا د ترهګرو په ملاتړ او په ننګه د سوریې او عراقي ځواکونو پر خلاف بریدونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د همکاري او پر ملاتړ تورن شوی دی.
د ملي دفاع وزارت جګپوړو چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې په ځینو مواردو کې ایران له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.
په افغانستان کې میشت د بهرنیو ځواکونو چارواکو هم له دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان او روسیې ترڅنګ ایران هم له ځینو وسله والو ډلو سره مرستې کوي.
 
https://avapress.com/vdch6xnzw23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته