دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 163986
طالبانو په کابل ښار کې د راتلونکو بریدونو هدفونه مشخص کړل
په افغانستان کې وسله والو طالبانو په کابل ښار کې یې د راتلونکو بریدونو لپاره خپل هدفونه مشخص کړل.
وسله والو طالبانو د یو په نشرولو سره ویلي، چې د حکومت تر ټولو مهم مراکز او استخباراتي او پوځي ادارې په کابل کې شتون لري او ټاکل شوې ده چې پر دغو مراکزو بریدونه ترسره شي.
طالبانو ادعا کوي، چې د حکومت امنیتي بنسټونه د کابل ښار په هغو ځایونو کې مرکزونه پرانیستي دي چې په کې د عام خلکو تګ راتګ ډیرې دي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوي عام خلک دې له دغو ځایونو څخه ځان لرې وساتي.
وسله والو طالبانو دا ادعا کړي، چې د حکومت امنیتي بسنټونه له عام خلکو د سپر په توګه کار اخلي او ادعا کوي چې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې د عام خلکو تلفات تر زیاته کچه راټیټه شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې وسله وال طالبان پلان لري چې په کابل ښار کې پر مهمو امنیتي بسنټونو بریدونه د الخندق عملیاتو په چوکاټ کې ترسره کړي.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه د تدابیرو په اړه خبر ورکوي چې د طالبانو بریدونه او په خاصه توګه د سړک غاړې ماین بریدونه د ملکي تلفاتي اصلي لامل ګڼل کيږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazqt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته