دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 164098
د جوزجان په ولایت کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي
راپورونه وایی، د هېواد په شمال بلخ او جوزجان ولایتونو کې ۶۰ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلی دی، چې افغان امنیتی هوايي ځواکونو په یادو ولایتونو کې پر طالبانو هوايي عملیات کړي دي.
سرچینی وایی، د جوزجان په خم آب ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی،  چې په یاد هوايي برید کې ۳۰ عرادې موټرسایکلونه او ۴ عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
سرچینی څرګندوی، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcdno0fjyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته