دغه مظاهره چې د افغان ژغورنې غورځنګ په نوم یوې ډلې په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر په مخ کې تنظیم کړې وه، ګډونوالو یې د دغې پرېکړې پرضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره یې د قبایلي سیمو د یوځای کېدو غوښتنه کوله.
د پاکستان سنا جرګې د تېرې جمعې په ورځ د قانون هغه مسوده چې مخکې ملي اسمبلۍ تصویب کړې وه او ټولې قبایلي سیمې له خبیر پښونخوا ایالت سره نښلوي، تأیید کړه.
د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې تراوسه د بریتانیا د مستعمرې د وخت قانون جاري دی.
د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د پارلمان دغه پرېکړه وغندله او ویې ویل چې باید په دې اړه له افغانستان سره مشوره شوې وای.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)