دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 165823
نورولي محسود د پاکستانی طالبانو نوی مشر وټاکل شو
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند محمد خراساني پرون شنبه د جون په ۲۳ مه په یوه بیان کې وویل چې مفتي نور ولي محسود د دې ډلې مشر ټاکل شوی دی.

په بیان کې همدا راز ویل شوي چې مفتي مزاحم چې په مفتي حفظ الله هم مشهور دی، د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مرستیال ټاکل شوی دی.
خراساني په پروني بیان کې همدا راز د دې ډلې د مخکني مشر ملا فضل الله د وژل کېدو خبر تأیید کړی دی.
په بیان کې ویل شوي چې ملا فضل الله د پاکستان پولې ته نېږدې په کنړ کې د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
د امریکايي او افغان چارواکو په وینا، ملا فضل الله د جون د میاشتې په ۱۳ مه په کنړ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر نور ولي محسود څلوېښت کلن دی او د پاکستان په مختلفو مدرسو کې یې زده کړې کړې دي.
هغه د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله محسود مرستیالي هم کړې ده.
بیت الله محسود تورن و چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په قتل کې لاس درلود.
داسې ګڼل کېږي چې نور ولي محسود په نویمه لسیزه کې، په افغانستان کې د شمالي ائتلاف پر ضد د افغان طالبانو په پلوۍ په جګړه کې هم ګډون کړی دی.

هغه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په حملو کې هم په لاس درلودلو تورن دی.
محسود قبایل په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دېره دي.
داسې ګڼل کېږي چې د حقاني شبکه او هغه وسله وال طالبان چې د حقاني له شبکې سره لاس لري، په قبایلو کې فعالیت کوي.
نور ولي محسود د حقاني له شبکې سره هم په ارتباط کې ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcaumn6e49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته