دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 165848
د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۲۳۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۰ تنه د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق په تور نیولي او د ۱۸۶ دوسیو په ترڅ کې یې له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته ور پېژندلي دي.
د نیول شویو کسانو په ډله کې ۱۳ مېرمنې، ۲ بهرنیان او ۹ تنه د عامه خدمتونو کار کوونکي شامل دي.
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند، احمد خالد موحد، چې د یکشنې په ورځ د روان کال د چنګاښ په ۳مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه مرکز د روان کال د لومړیو درېوو میاشتو لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، زیاته کړه:" د عدلي او قضایي مرکز د تدقیق، بررسۍ او لابراتوار مدیریت ټول تورن کسان او د هغوی دوسیې د لا زیاتو څېړنو په موخه له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ ریاست ته استولي دي."
د نیولو شویو کسانو له ډلې ۶۷ تنو قصد لرلو، چې هیروئین ډوله نشي توکي په خېټه او د سفر په بکسونو کې ځای پرځای کړي او بیایې د حامد کرزي دنړیوال هوایي ډګر له لارې د هندوستان او سعوي عربستان هیوادونو ته ولېږدوي.
موحد وویل:" په ټولیز ډول له قاچاق وړونکو څخه ۸۵۶،۶۱۹ کیلوګرامه هیروئین، ۳۸۰۷،۱ کیلوګرامه مورفین، ۶۴۳۹،۸۴ کیلوګرامه تریاک، ۲۱۰۸۵،۰۳ کیلوګرامه چرس، ۱۴،۷۷۸ کیلوګرامه ښیښه، ۴۷۱۷۸،۰۱۳ کیلوګرامه کلک کیمیاوي توکي، ۳۳۵۷،۵ لیتره الکولي مشروبات، ۶۱۵۹ د K ټابلېټونه او ۶۵۵ لیتره تیزاب تر لاسه شوي دي."
دغه راز ۶۰ عرادې نقلیه واسطې، یوه عراده موټرسایکل، ۲۹۳ سټه ګرځنده مبایلونه او ۸ میله بېلابېلې وسلې، چې له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوې وې، مصادره شوي دي، همدارنګه ۲۳۷۵۰۰۵ افغانۍ او ۵۰۵۰ امریکایي ډالره تر مصادره کېدو وروسته د افغانستان بانک ته سپارل شوي دي.
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ابتداییه او استناف محکمو لخوا د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷۹ تنو ته د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق په ۱۳۶ قضیو کې د لاس لرلو په جرم له یو کال څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.  
دغه راز د یو افسر او درې ښځو په ګډون ۸ تنو تورنو له ابتداییه محکمې او د عامه خدمتونو د ۱۱ کارکوونکو په ګډون ۲۴ نورو له استناف محکمې څخه برائت تر لاسه کړی دی.
له دې وړاندې د تېرل کال د وروستیو درېوو میاشتو په اوږدو کې د عامه خدمتونو د ۷ تنو کارکوونکو، ۶ ښځو او د دوو ایرانیانو په ګډون د ۲۱۸ تورنو کسانو ۱۷۷ قضیې له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د تدقیق، بررسۍ او لابراتوار عمومي مدیریت ته رسېدلې وې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkmnz623n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته