دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 166093
غزنی کې هوایی بریدونه طالبانو ته سخت مرګژوبله اړولي
دغزنی په انډرو ولسوالی کې طالبانو باندی درنه هوایی بریدونه ترسره شوی چی سخت مرګژوبله ورته اړولي ده.


په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د افغان هوايي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان هوایي ځواکونو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د کجیر، جمال قلعه او مرادي په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۷  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د تندر قول اردو وایي د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرال شعورګل تر قوماندې لاندې د بدر په نوم ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د میدان وردګو، بامیانو او غزني ولایتونو ترمنځ لویه غځیدلې لار، چې دوسله والو مخالفینو له لورې د لارې پل او پلچک ویچاړ شوي وو ورغول شول او پرون د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcaoin6e49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته