باوري سرچینې وایي ښاغلي زمان زي د ملي یووالي حکومت مشرانو له خوا د ټاکنو کمېسیون دارالانشا رئیس په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست لپاره د نوماندانو نوملړ څو موده وړاندې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته سپارل شوی و چې په پایله کې ښاغلي زمان زي د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رئیس په توګه وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سید سید حفیظ الله هاشمي هم تائید کړه چې ښاغلي زمان زي د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست نوی رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
له دې وړاندې اغلي شهلا حق د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د سرپرستې په توګه یې دنده ترسره کوله او څو موده وړاندې له خپلې دنده استعفا وکړه ځکه چې نوموړې د تذکرو پر کاپیو د سټېکرونو له نصبولو سره مخالفه وه.
تر دې مخکې امام محمد وریماچ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشأ د رئیس په توګه کار کوله.