محلي څارنوال وايي، دى وروسته د نورو مسافرو له خوا له پښو واچول شو او بيا پوليسو ونيوه.
جرمني چارواکو پرون وويل، د شمالي ښار لوبېک په يوه محلي بس کې د دې حملې د انګېزې په اړه معلومات نه شته.
د دوى په خبره سم د لاسه دا اطلاعات هم نه لري، چې ايا دغه مشکوک سړى له ټروريزم سره ارتباط لري که څنګه؟
چارواکو په لومړيو کې د ١٤ کسانو د ټپي کېدو خبره کړې وه، خو وروسته يې دغه شمېر ١٠ ياد کړ.
ويل شوي، چې په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت نازک دى.
د لوبېک ښار د څارنوالۍ دفتر يوې وياندې وويل، دغه ٣٤ کلن مشکوک کس، په ايران کې زېږېدلى، خو له اوږدې مودې راهيسې يې په دې ښار کې ژوند کاوه او د جرمني تابعيت يې اخيستى و.