دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 168838
د غزني ښار د تصفیې د پاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د څلورو استقامتونو څخه پیل شوي دي
نن سهار د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت نور اضافي ځواکونه د غزني ښار د تصفیې، د لویو لارو د امنیت ساتلو او پر ترهګرو باندې د پیاوړو ګوزارونو د واردولو په موخه غزني ولایت ته استول شویدي.
د وسله وال پوځ لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت ولایتي مرستیال، د جنګ مدیریت او له دښمن څخه د غزني ښار د پاکولو چارې په لاس کې لري. د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي چې د دوشنبې په ورځ یې د کورنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د غزني ښار د وضعیت په اړه خبرې کولې زیاته کړه، د وروستیو اطلاعاتو پر بنسټ د غزني ښار د تصفیوي عملیاتو پلان جوړونه بشپړه شوې، د ملي اردو د ځواکونوپه ګډون د ملي پولیسو، ملي امنیت او کوماندو قطعاتو له لوري نن له څلورو استقامتونو څخه د غزني له ښاره د دښمن د تصفیې او پاکونې پراخ عملیات پیل شوي دي.
بهرامي زیاته کړه، نن سهار د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت نور اضافي ځواکونه د غزني ښار د تصفیې، د لویو لارو د امنیت ساتلو او پر ترهګرو باندې د پیاوړو ګوزارونو د واردولو په موخه غزني ولایت ته استول شویدي. 
د ملي دفاع وزیر په ټینګار سره وویل هغه تدابیر چې نیول شوي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د غزني ښار په امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي. هغه همدا راز وویل چې د ۴ ورځو عملیاتو په ترڅ کې طالبانو او ترهګرو ته چې د ګاونديو ولایتونو څخه یې د غزني پر ښار برید کړی ؤ زیاته مرګ ژوبله اووښتې ده.
 دغه راز د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پدې اړه وویل، د غزني ښار د تصفیوي عملیاتو په بهیر کې چې نن پیل شول تر اوسه پورې د دغه ښار د لومړۍ حوزې سیمه تصفیه شوې، د غزني محبس په بشپړه توګه د دولت په لاس کې دی، بالاحصار ته غزیدلې لار تر کنټرول لاندې راغلې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا سیمه له دښمن څخه پاکه شوې او عملیات په قوت سره دوام لري.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د غزني شریفو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد میړني ځواکونه یې له سر او مال څخه په کلکه دفاع کوي او په ډیر لنډ وخت کې به د غزني له ښار څخه د دښمن ټول افراد ورک او نابود شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtoevouqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته