دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 168978
په کابل ښار کې د خونړی برید په اړه د ناټو قوماندان عکس العمل
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د پلازمېنه کابل ښار کې د تیرې د ورځې برید په اړه غبرګون وښود.

جنرال نیکولسن په یوه بیان کې ویلي ”مونږ د هغه ځوان افغان زده کوونکو کورنیو او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو، کوم چې نن د کابل په یو ښوونیز مرکز کې د یوه خونړی برید له امله شهیدان او تپیان شول. “
هغه زیاته کړه ”دغه ډول شیطاني اعمال د منلو وړ نه دي. مونږ په د دې دښمنانو د له منځه وړلو لپاره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ خپل خدمت ته دوام ورکړو او مونږ د هغې سولې او امنیت لپاره مبارزه کوو چې افغانان د هغې مستحق دي. “
د یادونې وړ ده چې یوه ځانمرګي بریدګر تېره ماښام ناوخته د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې یوه ښوونیز مرکز په نښه کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي تائیدوي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي او د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
تر اوسه  کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د کابل برید د وسله والو طالبانو پورې ربط نه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefv8zvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته