دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 169043
په غزني ښار کې د وژل شویو پاکستانیانو په اړه د پاکستان پوځ لوی درستیز ادعاوې
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د غزني ښار په جګړه کې یو شمېر پاکستاني وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

جنرال باجوه په یوه بیان کې ویلي، چې له غزني ولایت څخه د وژل شويو پاکستانیاتو د انتقال په اړه راپورونه حقیقت نه لري.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان یو شمېر پاکستاني وګړي په بېلا بېلو کارونو او سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي او کله نا کله په ترهګریزو بریدونو کې یې د خپل افغان ورونو ترڅنګ قرباني کېږي.
خو جنرال باجوه د پاکستان تحریک طالبان اړوند ټپیانو د انتقال په اړه راپورونه رد کړل.
نوموړی دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه پاکستان پر خپلو ژمنو ولاړ دی او افغان حکومت باید روانو تاوتریخوالو ریښې په افغانستان کې دننه ولټوي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د عوامي ملي ګوند رئیس افراسیاب خټک تر دې مخکې ویلي و چې د غزني ښار په جګړه کې یې د پاکستان لسګونه وګړي وژل شوي.
نوموړی په یوه بیان کې ویلي، چې په غزني ښار کې د وژل شويو پاکستانیانو جسدونه له افغانستان پاکستان ته راوړل کېږي او د پاکستان حکومت دې د دغو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې د راپورونو په اساس په غزني ښار کې یو شمېر پاکستاني جنګیالي هم نیول شوي دي.
ښاغلي خټک وویل، چې پر غزني ښار برید د ۱۹۸۹ جلال اباد برید په څېر د یوې ناکامې تجربې تکرار دی او د پاکستان له اوړوندو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې په خپلو تګلارو کې یې بدلون رامنځته کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci53azpt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته