دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 169820
د پوځیانو یوه الوتکه شاهین قول اردو کې نسکوره شوه
د افغان پوځیانو یوه الوتکه نن یکشنبې سهار ۲۰۹ شاهین قول اردو کې نسکوره شوه.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي یک تلویزیون ته وویل دا پيښه شاوخوا اته بجې رامنځته شوې او الوتکې له لویدیدو وروسته اور اخیستی دی.
تر اوسه د دې پيښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو ویل کیږي چې اور وژونکي سیمې ته رسیدلي او د اور د غلي کولو په هڅه کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59b8grhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته