دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 169945
کونړ کې ۱۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کونړ ولایت د څوکی ولسوالی په مربوطاتو د هوایي او ځمکینو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ۷ وسله وال وژل شوي.

په ختېځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د قهرسیلاب دوه نمبر (۸) په نوم ګډ جګړه ییز او چاڼیزعملیات د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالی په اړونده سیمو کې د ټولو تروریستی او ډار اچوونکو ډلو د لمنځه وړلو اوځپلو، د ولسوالی شورا او ولسي جرګې انتخاباتو ته د زمینې برابرولو په موخه د ملی اردو، ملی پولیسو ، سیمه ییز پولیسو، عامه نظم قواوو او د ملی امنیت کارمندانو په شمول او هوایي ملاتړ په درلودلو سره د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا په مشری څه موده وړاندې پیل شوی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هوایي، توپچي او د ځمکني پرسونل د بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه داعش جنګیالي وژل شوي.
خبرپانه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د داعشیانو ۳ وسله وال ټپیان هم شوي خو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان ندې اوښتې
د سیلاب قول اردو په وینا، د نوموړو عملیاتو د دوام په ترڅ کې یو شمېرکلی د تروریستانو او جګړه مارانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxheviuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته