دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۳
د مطلب کود : 170724
هلمند ولایت کی چاودنه شوي
ویل کیږی، هلمند کې دوه ځانمرګو غوښتل موټر بم برید وکړي، خو هدف ټه تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت د امنیت امر سمونوال ګلي خان نن ورځ په دی اړه ویلی دی، یاد پيښه  د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند د سولې چوک ټه څېرمه رامنځ ته شوې ده.
دویی زیاتوی، دوه ځانمرګو بریدګرو غوښتل د لښکرګاه ښار په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې موټر بم برید تر سره کړي، او دواړه په کې ټپیان شوي دي.
د هغوی په خبره، دواړه بریدګر په ټپي حالت کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې وروسته به معلومات ترې وشي.
خو تر اوسه د یاد پيښه مسولیت کوم ډلې پر غاره نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcgxz9qtak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته