د اقتصاد وزیر دوکتور مصطفی مستور د دې ګزارش د خپرولو موخه، په هېواد کې د غیر دولتي موسسو د حساب ورکونې او روڼتیا برابرول دي ، ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت د دې پر بنسټ به د غیر دولتي موسسو د فعالیتونه په اړه پریکړه وکړي.
هغه وویل چې په ۱۳۹۶ کال کې په دې وزارت کې په ټولیزه توګه ۲۳۹۹ موسسې ثبت شوي چې د دې له مینځه ۲۸۸ موسسې بهرني دي.
ښاغلي مستور زیاته کړه، چې قانون سره سم د راپور ورکولو د نشتوالي له امله ۵۳۳ موسسې له مینځه وړل شوي دي.
هغه وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ وروسته له دې به غیر دولتي موسسې خپله بودجه مصرف کړي.
د تیرکال غیردولتی موسسې، ۸۸۴ میلیون ډالر مصرف کړي دي، چې ۵۹۱ میلیون ډالر د بهرني موسسو لخوا او ۲۹۳ میلیون ډالر د کورني موسسو لخوا مصرف شوي دي.
د یاد ګزارش له مخې، په غیر دولتي موسسو کې د تیر دوه کلونو په نسبت ۷٪ استخدام ډیروالی موندلی چې شمیر يې د ۲۴ زرو ښځينه په شمول ۸۴ زرو تنو ته رسیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)