دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۹
د مطلب کود : 173402
تخار ولایت کې دوه ماشومانو سرونه پرې شوی
راپورونه وایی، په یاد ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.

 د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، سیمه ییزه چارواکو نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، یاد پېښه ددغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
هغوی زیاتوی، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ښځې د خپلو ۲ زامنو چې یو یې ۴ او بل یې ۸ کلن و د چړې په واسطه سرونه له تنه پرې کړي دي.
دوی وایی، چې یاد پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې دی.
 
https://avapress.com/vdccx1qsi2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته