د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د ویاند عبدالرحمن منګل نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، د وسلو او مهماتو یاد ډېپو د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په تورک سیمه کې کشف او تر لاسه شوې.
هغوی وایی، چې په یاد دېپو کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات شامل دي.
سرچینی زیاتوی، په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې .
دوی وایی، د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان پوځي عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسینو ټه څه نه دی ویلی.