دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۵
د مطلب کود : 173937
کابل ننۍ برید په وړاندی ولسمشر غنی غبرګون او وروستی حال
ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کابل ښار کې د نننی ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود.


له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنایتکاره تروریستانو نن ماسپښین د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې ته نږدې په ځانمرګي برید کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله راغلي، چې تررویستان د دغه ډول جنایتونوپه ترسره کولو سره نه یواځې خپلو شومو موخو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکوکرکه او نفرت لا زیاتوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کورنیو چارو وزارت وایي په دغه برید کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور تپیان دي.
 په کابل ښار کې نننی ځانمرګي برید په داسې حال کې رامنځته کېږي چې سلګونه مظاهره چیان تېره شپه ناوخته د ارګ ماڼی په لور لاریونونه پیل کړل او د جاغوري، مالستان او د خاص ارزګان ولسوالیو د جګړې په تړاو یې له حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
دغه مظاهره چیان د ارګ ماڼی دروازې ته څېرمه راټول شوي او له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غواړي چې په یادو ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو لپاره ژر تر ژره حکم صادر کړي.
 
https://avapress.com/vdcfmmdyew6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته