دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 175334
زلمی خلیلزاد د پاکستان پوځی او حکومتی چارواکو سره وکتل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي، ښاغلي خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي سره وکتل او په ترڅ کې یې د ولسمشر ټرمپ دا خبره بیا تکرار کړه چې پاکستان باید د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.
نوموړی زیاته کړه، چې ښاغلي قریشي د امریکا ځانګړی استازی ته ډاډ ورکړ چې اسلام اباد به په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو ملاتړ وکړي.
د ډاکټر فیصل په وینا، د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوا سره هم وکتل.
هغه زیاته کړه، چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټانو، امنیتي او دفاعي چارواکو هم حضور درلود او دواړو لورو د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcipwaz5t1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته