دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 176251
په کنړ ولایت کې طالبانو او پاکستانی طالبانو نښتې دوام
په کونړ ولايت کې دطالبانو او دپاکستاني طالبانو دغورځنګ په ډلې پورې اړوندوکسانو ترمنځ نښته دغه راز دوام لري .

په نويو پيښو کې دواړولورو په دانګام ولسوالۍ کې د يوبل کورونو ته په اور اچونې اقدام کړې دي .
دغه جګړې له دريو ورځو راپديخوا دکونړ ددانګام ولسوالۍ په ځينو برخو کې پيل شوې ده او دغه راز دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې  دسيلاب په  قول اردو  کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان رسنیوته وويل چې په دغو نښتو کې تراوسه پورې  له  دواړو لورو څخه په لسګونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
درارسيدلو خبرونوله مخې  دغه جګړې ددې سبب شوې ده چې  په لسګونو تنه ملکيان له خپلو کورونو څخه تيښتې ته اړ شوي دي .
کليوالي وايي چې دغه جګړې  يوې ډلې په بلې ډلې دواکمنۍ  او له اوسيدونکو څخه دپيسې  دراټولولودويشلو پرسر شوې دي .
https://avapress.com/vdchm-nzz23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته