دخپریدو نیټه :شنبه ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 176357
افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندیدانو نوم لیکنه نن پیلیږي
د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه نن پیلېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان کولای شي چې سر له ننه د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره خپل نومونه ثبت کړي.
د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه به دولس ورځې دوام وکړي او د کاندیدانو ابتدايي لېست به د جدي په اتلسمه نېټه اعلانېږي.
دا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره څه شرطونه ایښودل شوي، په اړه يې د انتخاباتو د کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دی اړه رسنیو ته وویل:

"د افغانستان تابعیت ولري، مسلمان وي او څلوېښت کلن وي، د خپلو سلو زرو ملاتړو لېست باید ولري، په بشریت ضد جنایتونو تورن نه وي او له خپلو مدني حقونو بې برخې نه وي، د کاندیداتورۍ د لګښت لپاره یو ميلیون افغانۍ ولري."
ښاغلي ابراهیمي وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له تېرې چهارشنبې راهیسې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته معلوماتي بستې ورکول پیل کړي دي او تر اوسه پورې ۶ اشخاصو دا بستې اخيستي دي.
د نوموړي په وینا، د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان کولای شي چې په دې اړه له انلاین معلوماتو هم ګټه واخلي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په داسې وخت کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوم لیکنه پیلوي چې لا هم د مرکز په ګډون د څلورو ولایتونو د ولسې جرګې د انتخاباتو نتیجه اعلان شوې نه ده.

د انتخاباتو د کمېسيون له خوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸هجري لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي.
د انتخاباتو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست به د مرغومي په اتلسمه او وروستی به یې د سلواغې په ۲۶مه اعلان شي.
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcenp8zfjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته